ډېر لوستل شوي

سرحدي ځواکونو د زرګونو څارویو د قاچاق مخنیوی کړی

په تېره یوه میاشت کې د ۲۱۵ العزم قول اردو سرحدي ځواکونو د زرګونو څارویو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
د ۲۱۵ العزم قول اردو مطبوعاتي خبرپاڼه کي ویل شوي، چې سرحدي ځواکونو (۴۳۳۶) څاروي د کشفي راپورونو په بنسټ په هلمند او نیمروز ولایتونو کې نیولي دي.
په نیول شویو څارویو کې پسونه، اوزې او اوښان شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې سرحدي ځواکونو په ځینو ولایتونو کې د ناقانوني خوراکي او نورو توکو مخه هم نیولې ده.

اړوند خبرونه