د افغانستان اسلامي امارت پر لبنان، فلسطین، سوریې او یمن د صهیونیستي رژیم هوایي بريدونه په کلکو ټکو غندلي او یاد بریدونه یې د یوه هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری او له منل شوی شویو نړیوالو اصولو څخه سرغړاوی یاد کړی دی.
بهرنیو چارو وزارت نن ماښام(سه شنبه، تلې لسمه) په خپل اېکس د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاد بریدونه د ټولو اخلاقي او نړیوالو اصولو خلاف بللي دي.
افغان حکومت بیاځلې له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د صهیونستي رژیم پر وړاندې یو لاس شي او د نورو یرغلونو مخه یې ونیول شي.
بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې د دې بریدونو غندنه کړې، چې صهیونستانو نن لبنان کې ځمکني عملیات پیل کړي دي.