د ارزګان ځایي مسوولین وایي، چې ددې ولایت د ۶ ولسوالیو امنیه قومندانۍ د لمریزې برېښنا په مټ روښانه شوي دي.
د امنيه قومندانۍ وياند بلال ارزګاني اميد راډيو ته وويل، چې د یادې لمریزې برېښنا چارې په تېرو دوو میاشتو کې بشپړې شوي.
ورته مهال، مسوولینو ویلي، چې د تېرو جګړو پر مهال دې ولایت کې ګڼ وسایط ویجاړ شوي وو، چې د امارتي مسوولینو په پاملرنې بیارغول شوي.