د ټایلنډ د پلازمینې بېنکاک په یوه سیمه کې د ښوونځي یوه بس اور اخیستی، چې شاوخوا ۲۵ تنه پکې مړه شوي دي.
له دې پېښې ۱۶ زده کوونکي او ۳ ښوونکي هم روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي.
ځایي مسوولینو د پېښې پخلی کړی، خو تر اوسه یې د اورلګېدنې اصلي سبب نه دی په ګوته کړی. بل پلو، د ټایلنډ لومړۍ وزیرې هم یاده پېښه زړه بوږنونکې یاده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.