ډېر لوستل شوي

پکتيکا کې ۶تنه د الوتونکو د ښکار په تور نيول شوي

د پکیتکا د چاپيريال ساتنې رياست وايي، چې د ښکار د مخنيوي د کمپاين په لړ کې ۶ تنه له ۹ الوتونکو او د ښکار له وسايلو سره لاس په لاس نيولي شوي دي.

د ياد رياست مسوولينو ويلي، چې امنيتي ارګانونو دغه کسان د مټاخان ولسوالۍ احمدزيو په سيمه کې، بند سردې ته څېرمه نيولي دي.

ويل‌کېږي، چې له دې ښکاريانو څخه د ښکار وسايل ضبط او ۹ مرغان چې باښې، مړزان او کنري پکې شامل وو، د طبيعت غېږې ته ورخوشي شوي دي.

د دغه رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي ښکاریان د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د قانوني اجرأتو لپاره د ښرنې امنیه قوماندانۍ ته سپارل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د زعیم عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د حکم له مخې، په ټول افغانستان کې د وحشي ژویو، کبانو او مرغانو ښکار او قاچاق په مخنيوي کې د پام وړ هڅې شوې دي.

اړوند خبرونه