د خوست په قلندر ولسوالۍ کې د ۳.۹ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو د زېرمې د یوه بند چارې پیل شوي دي.
دغه بند د ۲۵ متره په اوږدوالي او ۶ متره سور په لرلو سره جوړېږي.
یاد بند د ۱۲۹۴ متره مکعبه اوبو د زېرمې وړتیا لري، چې زرګونه جریبه ځمکه به خړوبه او د سېلابونو له خطره خوندي کړي. اوسمهال ددې بند د رغونې په چارو کې لسګونه تنه ځوانان بوخت دي، چې چارې به یې په دریو میاشتو کې بشپړې شي.