ډېر لوستل شوي

د کډوالو د ملاتړ په پار دوه هوکړه‌ليکونه لاسليک شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې له ودان افغانستان او د کډوالو لپاره د ناروې کميټې  (NRC) مؤسسو سره یې د کډوالو د ملاتړ په پار د ۱ میلیون ۴۴۷ زره او ۳۳ ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌ليکونه لاسليک شوي دي.

د کډوالو لپاره د ناروې کميټه به د يادو هوکړه‌ليکونو له مخې په یوشمېر ولايتونو کې د کډوالو لپاره سرپناه، د کور کرايې د ورکړې او د سولرونو د برابرولو اسانتياوې برابرې کړي.

دغه وزارت زياتوي، چې ياده مؤسسه په دغو برخو کې ۸ سوه ۶۰ زره او ۳۷ امريکايي ډالر لګوي، چې په کابل، کندهار، کندز، ننګرهار، سرپل، هرات او زابل ولايتونو کې به ۵ زره او ۵۶۸ کسان ګټه ترې پورته کړي.

همدارنګه د ودان افغانستان مؤسسه د ۲ لکه ۳۸ زره او ۶۹۶ ډالرو په ارزښت د شاتو مچيو ساتنې د زده‌کړې، بازارموندنې کې په برخو کې په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې پر ۱۵۰ کسانو ولګوي. د ويلو ده، چې دغه هوکړه‌ليکونه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال محمد جان خدرخېل او د دعوت او ارشاد رييس او د دغو مؤسسو د استازو له لوري لاسليک شوي دي.

اړوند خبرونه