ډېر لوستل شوي

کندهار کې د تازه شیدو د پروسس لوی مرکز پرانیستل شو

د کندهار مقام، د دامان ولسوالۍ په خوشهاب کلي کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په همغږۍ د د تازه شیدو د پروسس لوی مرکز د پرانيستلو خبر ورکړی دی.

د دې ولايت مسوولين وايي، چې په دې سيمه کې د «ميلکو کمپنۍ» له لوري د ۱۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د شیدو دغه پروسس جوړ شوی. ويل‌کېږي چې ياد مرکز به په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰ زره کيلو ګرامه شېدو د تولید وړتيا ولري او د سيمې له ۷۰۰ مالدارو کورنیو څخه به د غواګانو تازه شيدې وپيري.

اړوند خبرونه