ډېر لوستل شوي

سرګي لاوروف: اوسمهال د اسلامي امارت د اقتصادي نښلون ارزښت څو برابره زیات شوی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو فارمټ غونډه کې ویلي، چې د سیمې د امنیت او اقتصادي ودې لپاره له اسلامي امارت سره تعامل ګټور دی.
ښاغلي لاوروف وړاندې زیاته کړې، چې د اسلامي امارت د استازو له شتون پرته د افغانستان په تړاو خبرې بې مانا دي.
سرګي لاوروف همدارنګه د افغانستان پر بانکي سکټور د لګېدلو بندیزونو د لیري کولو او د افغان ملت د پانګې د ازادونې غوښتنه هم کړې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې له افغان حکومت سره اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخوي او همداراز به روسي شرکتونه افغانستان کې د کرنې، کانونو او ټرانسپورټ برخو کې پانګونه وکړي.
هغه همداراز ویلي، چې سیمه او نړۍ کې له وروستیو بدلونونو سره سیمه کې د اسلامي امارت د اقتصادي نښلون اړتیا زیاته شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د مسکو فارمټ شپږمه ناسته نن(جمعه، تلې ۱۳مه) پیل شوه. دې ناسته کې د افغانستان په استازولي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یوه پلاوي برخه اخیستې ده.

اړوند خبرونه