ډېر لوستل شوي

د احصايي او معلوماتو ملي اداره: څه باندې ۱۳۴ زره‌ برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې په روان کال کې څه باندې ۱۳۴ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي دي.

د دې ادارې مسوولينو په وينا، د روان کال په وږي میاشت کې د هېواد په کچه د “اسان خدمت” د ۷۸ وېش څانګو له لارې هېوادوالو ته ۱۳۴ زره او ۴۶۰ برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.

بل‌پلو، په ياده میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۱۲ زره او ۳۰۰ نورو کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي. د ويلو ده، چې يادې ادارې د خپلو ژمنو له مخې د پېژندپاڼو دغه لړۍ د هېواد لرې پرتو سيمو او ولسواليو ته هم غځولې ده.

اړوند خبرونه