د هرات ځايي مسوولينو، روان کال کې د اسلامکلا او تورغونډۍ بندرونو له لارې د صادارتو د زياتوالي خبر ورکړی دی.
د دې ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وايي، چې روان کال د اسلامکلا او تورغوندۍ د بندرونو په صادراتو کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی. په دغو صادارتو کې حيواني محصولات، کرنيز توکې، کورني توليدات، کاني او نور مواد شامل دي. مسوولین زیاتوي، چې دغه صادرات ګاونډيو هېوادونو، متحده عربي امارتو، منځنۍ اسيا، امريکايي او اروپايي هېوادونو ته شوي دي.