ډېر لوستل شوي

د سريلانکا د کرېکټ يو لوبغاړی له يو کلن بنديز سره مخ شوی

د کرېکټ نړيوالې شورا (ای‌سي‌سي) د سريلانکا ملي لوبډلې پر کيڼ‌لاسي ورو توپ‌اچوونکي پراوين جاياویکرما د فساد له کبله يو کلن بنديز لګولی دی.

دې شورا په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې جایاویکراما د سریلانکا غوره لیګ په لوبو کې فساد کړی او تر یو کال پورې له هر ډول کرېکټ لوبې منع شوی دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا په وینا، هغه د دې بنسټ د فساد ضد کوډونو څخه سرغړونه کړې ده.

تر دې وړاندې نوموړی د کرېکټ نړیوالې شورا د فساد ضد قانون څخه پر سرغړونې تورن او یوه اوونۍ وخت ورکړل شوی و؛ څو په دې تړاو یادې شورا ته سپیناوی وکړي. د یادونې ده، چې پراوین جایاویکراما د سریلانکا لپاره پنځه ۲۰ اوره، پینځه یو ورځنۍ او پینځه ټېسټ لوبې کړي چې ټولټال ۱۵ لوبې کېږي.

اړوند خبرونه