ډېر لوستل شوي

د کندهار د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر او د څو پوهنتونونو د لییو پاتې چارې بشپړیږي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا لس میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو تړونونه منظور او د ۱۵ نورو پروژو تړونونه لغوه کړل.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ یاد کمېسیون په مرمرینه ماڼۍ کې نن(شنبه، تلې ۱۴مه) خپله نوبتي ناسته ترسره کړې ده. دې ناستې ته ټولټال ۳۰ پروژې وړاندې شوې وې.

په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کندهار، زابل او نیمروز ولایتونو د پوهنتونونو د لیلیو د ودانیو پاتې چارې بشپړول، د کندهار ولایت د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر بیارغونه، په بادغیس ولایت کې د قیصار – لامان ۲۵ کیلومتره سړک د پاتې چارو بنسټیزه رغونه، د حیرتان – مزارشریف وسپنې پټلۍ د ریلي او ناریلي تاسیساتو بیارغونه، د کابل ښار ځینې داخلي سړکونه او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې مالي لګښت یې له کورنیو سرچینو کیږي.

اړوند خبرونه