ډېر لوستل شوي

هلمند کې په زياته اندازه نشه‌يي توکي نيول شوي

له نشه‌يي توکو سره د هلمند ولايت امنيه قوماندنۍ د مبارزې مسوولينو د دې ولايت په باغران ولسوالۍ کې د زرګونه کيلو ګرامه بېلابېل ډوله نشه‌يي توکو د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

د يادې قوماندانۍ وياند ملا عزت‌الله حقاني ویلي، چې د امنيتي ځواکونو د يو شمېر عملياتو په پايله کې ۲ زره ۹۵۰ کيلو ګرامه سود، ۱ زر ۱۱۰ کيلو ګرامه چينه او ۴۲۰  لېټره ايکسيل کيمياوي مواد تر نيول کيدو وروسته له منځه وړل شوي دي.

د يادونې وړ ده، له نشه يي توکو سره د ياد ولايت د مبارزې مسوولينو له دې وړاندې هم په باغران او يو شمېر نورو ولسواليو کې دې ته ورته نشه‌يي توکي کشف او له منځه وړي دي.

اړوند خبرونه