له نشهيي توکو سره د کورنيو چارو وزارت د مبارزې معينيت وايي، چې په بغلان ولايت کې د ۲۲ کيلو ګرامه ترياکو د لېږد مخه نيول شوې.
د دې معينيت مسوولينو ويلي، په بغلان ولايت کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت منسوبيونو د يو لړ کشفي عملياتو په ترڅ کې يو تن له ۲۲ کيلو ګرامه ترياکو سره چې غوښتل يې له’’ تاله و برفک ’‘ولسوالۍ څخه ’’دوشي ‘’ ولسوالۍ ته ولېږدوي، نيولی دی. د يادونې وړ ده، چې نشهيي توکو د کرکیلې او قاچاق د مخنیوي په اړه د افغانستان د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين حفظهالله د فرمان له مخې، له نشهیي توکو سره د کورنيو چارو وزارت د مبارزې معينيت په دې برخه کې د پام ورهڅې کړې دي.