د لغمان امنيه قومانداني وايي، چې د کابلـ جلالاباد پر لويه لار د “محمد علی کڅ” سيمه کې د درېيو موټرو ترمنځ په ترافيکي پېښه کې يو تن مړ او د يو ماشوم په ګډون پبنځه تنه ټپيان شوي دي.
د پېښې ټپيان نږدې روغتون ته لېږدول شوي.
د مسوولينو په خبره، پېښه نن سهار ۷:۳۰ دقيقې د ټکسي، هایس او فیلډر د چلوونکو د نه پاملرنې له امله رامنځته شوې.