ډېر لوستل شوي

هلمند کې قاچاقېدونکې درې باروړونکي موټر نیول شوي

د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې پاکستان ته د درېیو باروړونکو موټرو د قاچاق مخنیوی شوی.
ویل کیږي، چې دا موټر په خوراکي او ناخوراکي توکو بار وو.
د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني ویلي، دا درې موټر د ګرمسېر په “صفار” او “بنادر” سیمو کې نیول شوي.
د ښاغلي حقاني په قول، ددې توکو د قاچاق په تور درې تنه نیول شوي، چې اړوندو ارګانونو ته به وروپېژندل شي.

اړوند خبرونه