ډېر لوستل شوي

اسلام اباد کې د پولیسو او لاریونوالو اخ و ډب؛ خواجه اصف: دا د دوښمن برید دی

پاکستاني پولیسو اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند شاوخوا ۶۰۰ تنه لاریونوال نیولي، چې ۱۱ د پېښور پولیس هم پکې شامل دي. پاکستانيو رسنیو پولیسو او لاریون کوونکو ته د زیان اوښتنې خبر هم ورکړی دی.

پولیسو اوسمهال اسلام اباد ته تلونکې لارې په کانټینرونو تړلي او چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي. ان د پلازمېنې اسلام اباد په ځینو برخو کې مخابراتي چوپړونه هم پرې شوي. د تحریک انصاف ګوند پلویان ادعا کوي، چې د اسلام اباد پولیسو د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په ګډون د پي.ټي.ای. یو شمېر مهم غړي نیولي دي.

که څه هم د تحریک انصاف دا لارویان ادعا کوي، چې د راټولېدو موخه یې د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان خلاصون دی؛ خو پولیس وایي، چې دوی اسلام اباد کې د شانګهای سازمان د کېدونکې غونډې د سبوتاژ په موخه راغلي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، چې دمګړۍ یې د عامه نظم سلګونه ګډوډونکي نیولي او په وینا یې د علي امین ګنډاپور په شمول به د هر چا پر وړاندې جدي عمل وکړي.

له پېښوره د تحریک انصاف تحریک دا تلونکی کاروان ځای ځای ځورول شوی او په چینا او ډي څلورلارو کې پرې د پولیسو له لوري اوښلن غاز هم شیندل شوی دی. بل لوري ته ددې لاریونونو څارونکو ویلي، لاریونوالو پر پولیسو د ډبرو او لرګیو ګوزارونه کړي دي. 

د تحریک انصاف ګوند رسنیز غړي تور پوري کوي، چې پولیس پرته له قانوني لارې د ګنډاپور کور ته ورننوتي او دی یې په زور له کوره ایستی دی. دا په داسې حال کې ده، چې نوموړی تر دې دمخه هم یو ځل تری تم شوی و، خو تر څو ساعتونو وروسته وموندل شو.

ورته مهال د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د تحریک انصاف ګوند لاریون اصلاً پر اسلام اباد برید بللی دی. دی زیاتوي: اسلام اباد ته د پاکستان د تحریک انصاف ګوند او د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور راتګ د اسلام اباد پر خاوره د دوښمن برید دی. حکومت د لاریونونو د قابو کولو په موخه پوځ ته واک کړی. تازه ګڼ شمېر پوځیان په اسلام اباد کې ددې لاریونوالو د شنډولو په موخه لاس په کار شوي.

خبریالانو د علي امین ګنډاپور له خولې لیکلي، چې دوی د عمران خان په امر مخ پر وړاندې ځي او تر څو یې چې په بدن کې ساه وي، له لاریونونو به په شا نه شي.

پخوانی لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند اوسنی بندي مشر عمران خان د دولتي ډالیو پر پلور او نورو قضیو کې ښکېل بلل شوی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوې ډلې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نیونه خپلسري او له نړیوالو قانونو سره په ټکر کې بللې وه.

اړوند خبرونه