د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند کابل کې د امام ابوحنیفه “رح” درېیم نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وایي، نندارتونونه د محصولاتو خرڅلاو او ګډې بازارموندنې لپاره مهم فرصتونه رامنځته کوي.
د ښاغلي برادر په وینا؛ د امام ابوحنیفه “رح” په دې نندارتون کې، چې یوه اوونۍ به دوام ولري، د کورنيو او بهرنیو شرکتونو محصولات په ۷۰۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي. د ويلو ده، چې د امام ابوحنیفه “رح” درېيم نړويوال نندارتون په دغو مراسمو کې د اسلامي امارت چارواکو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو، سفیرانو، د نړیوالو سازمانونو او بنسټونو استازو، سوداګرو او پانګه والو ګډون کړی وو.