ډېر لوستل شوي

هېواد کې د سنتي لوبو د عامونې په تکل؛ پکتیا کې د رسۍ کشوونې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا د بدني روزنې او سپورټ ریاست په همغږۍ ددې ولایت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشوونې دودیزې سیالۍ ترسره شوي.
د دغو سیاليو پایلوبه د شاهین او ټایګر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د شاهین لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده، چې ددې یوه ورځنۍ سیالۍ په پای کې ګټونکې لوبډله وستایل شوه.

اړوند خبرونه