ډېر لوستل شوي

د بهرنیو ګواښونو تر ډاډ وروسته؛ تهران کې الوتنې عادي حالت ته ورګرځېدلي

یورو نیوز شبکې د ایران د ملکي هوایي چلند ادارې د مسوولینو له قوله لیکلي، چې د بېګاه شپې له نهو بجو وروسته هوايي شرکتونو په ټول هېواد کې خپلې الوتنې په عادي ډول پیل کړي دي.

د ایران د ملکي الوتنو د ادارې ویاند جعفر یازرلو ویلي، چې ټولو هوایي شرکتونو ته خبر ورکړل شوی، چې له دې وروسته الوتنې د تېر په څېر په عادي ډول پر مخ یوسي.

نوموړي همدارنګه له مسافرو غوښتي، چې تر سفر وړاندې له اړوندو شرکتونو سره وګوري او د سفر ډاډ ترلاسه کړي. ایران کې هوایي چلند اداره وروسته له هغې خپلې الوتنې په عادي ډول پیلوي، چې پر اسراییلو د ایران تر برید وروسته دې هېواد کې الوتنې له خنډونو سره مخ وې.

اړوند خبرونه