ماليې وزارت د تېرې ادارې له پاتې پورونو څخه د ۸۵۰ میليونه افغانيو د ورکړې خبر ورکړی دی.
دې وزارت ويلي، د اسلامي امارت لخوا د تېرې ادارې د پورونو د ورکړې له پرېکړې راهیسي، د ۳۵ بنسټونو طلبونه او تضمینونه ثبت کړي، چې له ډلې یې ۲۱ هغه ارزول شوي او ۸۵۰ میلیونه افغانۍ پور یې ادا شوی دی.
د ياد وزارت مسوولينو زياته کړې، چې اوسمهال د ادارو د طلبونو، تضمینونو او تأمیناتو د تثبیت او اجراء لړۍ په نورمال ډول روانه ده او هغه بنسټونه، چي پورونه یې تثبیت شوې دي له مالیې وزارت سره د خپلو حوالو د راپور له شریکولو وروسته يې د طلبونو، تضمینونو او تأمیناتو ۱۵ سلنه برخه ورکول کېږي. د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، اسلامي امارت د بېلابېلو کورنیو خصوصي بنسټونو د پياوړتيا په موخه په دغه وزارت له تېرې ادارې د پاتې پورونو په ورکړه، ټينګار کړی.