ډېر لوستل شوي

یوه توره ورځ

له نن څخه پوره ۲۳ کاله مخکې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو په پوره بې شرمۍ د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا یرغل وکړ او یو خپلواک نظام یې راوپرځاوه.
يرغلګرو خپلو ناوړو او ناولو موخو ته د رسېدو په پار کابل کې یو کاواکه نظام رامنځته کړ او واک ته یې هغه څوک ورسول، چې لا له وړاندې په خپلو کلیو او قبیلو کې منفور وو. په دې ډله کې داسې کسان هم وو، چې د انسان وژنې او بشري جنایتونو سابقې یې لرلې. دوی پر مور وطن له هېڅ ډول خیانت څخه مخ نه و اړولی او نه هم د هېوادنۍ مینې څرک پکې وو.
د امریکا په مشرۍ دلته یو کاواکه نظام رامنځته شو، چې ریښې یې په هېڅ ډول په ولس کې نه وې او نه هم په پراخه کچه د ولس ملاتړ ورسره وو.
دا چې افغان ولس په تېر کې هم د هر ډول لویو امپراتوریو د ماتونې جذبه او لرلید لري؛ نو د امریکا په مشرۍ د ناټو پوځونو په ایستنې پسې یې هم لستوڼي بډ وهل او بلواکي ورته په هېڅ ډول د منلو نه وه. افغان ځوانان په نشتو امکاناتو د نړۍ لوی ځواک سره لاس او ګرېوان شول. دغو سرسپارلو ځوانانو تر هغې خپله مبارزه روانه وساتله؛ چې اسلامي نظام یې بېرته د هېواد پر زړه او ولایتونو کې نافذ کړ.
یو ټکی د هېرېدو نه دی، چې د نړۍ له دغه مستکبر ځواک سره جګړه اسانه نه وه. دې ځواک سره لسګونه زره عسکر، پرېمانه نوې او پرمختللې وسلې، جنګي او کشفونکي الوتکې او د نړۍ ټول ملاتړ ورسره وو. یادو پردیپالو خپله فرهنګي او رسنیزه جګړه هم تونده کړه. په ظاهره امریکا او ناټو شعار ورکاوه، چې ګوندې موخه یې افغانستان کې د بشري حقونو پلې کول او د جګړه ځپلي افغانستان بیارغونه ده؛ خو د پردې تر شا یې داسې کارونه وکړل، چې تاریخ به یې په یادولو شرمیږي. د یادې مستکبرې ډلې یوه بله موخه د نشه یي توکو له منځه وړل وو؛ خو جالبه دا چې د دوی په شتون کې تر بل هر وخت د نشه یي توکو پېر، پلور او قاچاق زیات وو. ښایي خندونکي هم وي، هلمند هغه ولایت و، چې تر نورو ولایتونو پکې بريټانوي او ناټو ځواکونه زیات مېشت وو، خو بیا هم د نشه یي توکو د مرکز په نوم یې شهرت ګټلی و.
دا دی له شاوخوا شلو کلونو وروسته واک ته د هېواد اصیل زامن رسېدلي، د مور هېواد پر پړوني یې سوګند کړی، د هېواد ابادۍ او ودانولو ته یې ملا تړلې، د نشه یي توکو کښت، پلور، پېر او تولید یې په بشپړه توګه له منځه وړی، لویې اقتصادي او انکشافي پروژې یې پلې کړي او د هېواد پر متر ـ متر ځمکه یې امن او سکون قایم کړی. که ژوند و، ژر به د هېواد د ښېرازتیا او ابادونې شاهدان واوسو.

اړوند خبرونه