ډېر لوستل شوي

په سمنګانو کې ۲۰ ښکارکوونکي نيول شوي

د سمنګانو ولايت د چاپيريال ساتنې رياست د خلم ولسوالي امنيه قومانداني د امنيتي ځواکونو پر مټ ۲۰ تنه ښکارکوونکي نيولي او ۸۰ الوتونکي يې د طبیعت غېږې ته ور خوشې کړي دي.

ځايي مسوولين وايي، دې ښکاريانو ۲۰ کوترې، ۱۰ زاڼې، ۱۰ مړزان او ۵۰ نور الوتونکي ښکار کړي وو، چې د ښکار له وسايلو سره لاس په لاس نيول شوي دي.

 د يادولو وړ ده، د افغانستان اسلامي امارت د رياست‌الوزرا‌ء عالي مقام د ۱۱۴ ګڼې لارښود له مخې، د وحشي ژویو او الوتونکو ښکار منع شوی دی.

اړوند خبرونه