ډېر لوستل شوي

برادر: نړيوال دې د افغانستان برېښنا په توليد کې همکاري وکړي

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند، د پاکې انرژۍ ملاتړي سازمانونه او ملګري ملتونه په افغانستان کې د توليدي برېښنا په برخه کې همکارۍ ته رابللي.

ښاغلي ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې نن (سه‌شنبه، تلې۱۷مه) د کابل په سروبې ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ ميګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د عملي چارو د پيل پرانيستغونډه کې، چې د کابینې یوشمېر غړو او په کابل کې د ترکیې هېواد پر سفیرسربېره د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو او د خصوصي سکټور استازو ګډون درلود، کړې دي.

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال دا ډول پروژې په هېواد کې د پانگونې، توليدي ظرفيت او د کاري فرصتونو د کچې په لوړونه کې اړينې بللي او ويلي دي، چې د ورته پروژو په پلي کولو سره به له هېواد څخه د اسعارو د وتلو مخنيوی وشي او پر اقتصادي برخې به مثبته اغېزه وکړي.

ښاغلي برادر، په دې غونډه کې زياته کړې: «د برېښنا د تولید دا ډول پروژې کولی شي، چې په تدريجي توگه پر وارداتي برېښنا زموږ اتکا راکمه او په کور دننه له موجودو سرچینو څخه خپله اړتیا پوره کړو.»

نوموړي همدا راز په دې پرانيست‌غونډه کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د اسانتياو په برابرولو کې هم ډاډ ورکړی. د یادونې وړ ده، چې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پر پروژې د ۷۷ ترکي او “زولرستان” کورني شرکت له لوري شاوخوا ۱۸ میلیون ډالره پانګونه کېږي، چې چارې به یې په يو کال کې بشپړې شي.

اړوند خبرونه