د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ ميګاواټه لمرېزې برېښنا د توليد پروژې د پرانیستغونډې خبر ورکړی.
ياد معاونيت په خپله اېکس پاڼه لیکي، چې نن به د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د ۲۲.۷۵میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې پرانیسته وشي. ټاکل شوې، چې د يادې پروژې چارې به د ریاست الوزراء مقام مرستيالانو، یو شمېر وزیرانو، د امارتي شرکتونو لوی رييس، د افغانستان برېښنا شرکت مشرتابه پلاوي، قومي مشرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو په ګډون سره پیل شي.