ډېر لوستل شوي

د عدلیې وزارت: څه باندې ۳۴ زره او ۱۸ جريبه دولتي ځمکه بېرته راګرځول شوې

د عدليې وزارت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي پلاوي په ۷ ولايتونو کې له غصب څخه د څه باندې ۳۴ زره او ۱۸ جريبه د امارتي ځمکې د خلاصون خبر ورکړی دی.

د عدلیې وزارت ویاند قاري برکت‌الله رسولي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په غور، میدان وردګو، تخار، لوګر، نورستان، بادغیس او پنجشیر ولایتونو کې ۳۴ زره او ۱۸ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې تېره میاشت تر ټولو زیاته راګرځول شوې په میدان وردګو ولایت پورې اړوند، ۱۴ زره او ۷۴۶ جریبه ځمکه ده. د ياد وزارت د وياند په خبره؛ د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امارتي ځمکو د ارزونې، تثبیت او استرداد بهیر دوام لري او هغه ځمکې چې امارتی دي، بېرته راګرځول کېږي.

اړوند خبرونه