فزیک برخه کې د روان ۲۰۲۴ کال د نوبل جایزه دوو ساینسپوهانو امریکایي جان جې.هوپفیلډ او کاناډایي جیوفري ـاي ته ورکړل شوه.
دغو پوهانو ته یاده جایزه ((د مصنوعي عصبي رشتو په مټ ماشیني زده کړه یا اخځ)) په پار ورکړل شوې ده.
د فزیکپوهانو په قول، د مصنوعي عصبي رشتو په مټ د ماشیني زده کړې د پراختیا چارې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې روانې دي، چې یاده چاره د لومړي ځل لپاره دغو دوو پوهانو بریالۍ کړه.
د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۴ کال د کیمیا، سولې، ادبیاتو او اقتصاد برخې ګټونکې به په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي.