ډېر لوستل شوي

موندنې: پر اسراییلو د تهران برید کې تر ۴۰۰ ډېر نظامیان وژل شوي وو

د امریکامېشتي ترکي خبریال عرفان ساپماز موندنې ښیي، چې د ایران په (وعده صادق۲) عملیاتو کې د اسراییلو ۴۳۲ نظامیان وژل شوي وو.
ښاغلی ساپماز وایي، هغه انځورونه چې د سپوږمکۍ په مټ اخیستل شوي، ښکاروي چې په دې برید کې دوه پوځي اډې او یوه څارګره اداره په نښه شوې ده.
نوموړي وړاندې زیاته کړې، یوازې د نواتیم پر هوایي ډګر ۳۲ توغندي لګېدلي وو. همدارنګه په حیفا ښار کې یوه ډيپو او د موساد یو زده‌کړییز مرکز په نښه شوی و.
عرفان ساپماز وړاندې ویلي، اسراییلو یوازې د یوه فلسطیني مړینه منلې وه، خو مالومات ښیي، په دې برید کې ۴۳۲ نظامیان وژل شوي، چې لوړپوړي جنرالان هم پکې شامل دي.

اړوند خبرونه