ډېر لوستل شوي

هېواد ته د سلګونه ټنه قاچاق‌کېدونکې مالګې مخنيوی شوی

ماليې وزارت هېواد ته د څه باندې ۴۸۴ ټنه قاچاقېدونکې مالګې د مخنيوي خبر ورکړی دی.

دې وزارت ويلي، د روان لمريز کال د تېرې مياشتې په لړ کې د هرات، فراه، نیمروز او ننګرهار ولايتونو په ګمرکونو کې ۴۸۴ ټنه او ۷۹۴ کيلو ګرامه قاچاقي مالګه، چې قاچاق‌کوونکو غوښتل په غير قانوني ډول يې افغانستان ته راوړي، نيول شوې. دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د اقتصادي کمېسيون د پرېکړې له مخې افغانستان ته د پخې او خامې مالګې واردول په بشپړ ډول بند دي.

اړوند خبرونه