د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري نن(سه شنبه، تلې ۱۷مه) د (ګلبهار اېنوېسټمېنټ) شرکت له رییس سره په خپله دفتر کې کتنه کړې ده.
ددې شرکت مشر د هرات سمنټو کارخونې د کارونو په تړاو سرپرست وزیر ته هراړخیز مالومات وړاندې کړي او له طبیعي ګازو په ګټې یې د یوې برېښنایي کارخونې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د نوموړي د لېوالتیا هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړی، چې د وزارت د قانون او کړنلارې له مخې به ورسره بشپړه همکاري وشي.