د امارتي شرکتونو لوی رياست د ماليې او ټرانسپورټ او هوايي چلند له وزارتونو سره د تړون د لاسليک او د پُستي کوډ او پتې د پراختيا ملي پروګرام په پرانيستغونډه کې وايي، چې د ياد تړون له مخې به په باروړونوکو موټرو کې ځيرک قفلونه ( جي.پې.اېس لاکر) لګول کېږي.
دې شرکت ویلي، ځیرک قفلونه له سوداګرو سره مرسته کوي چې د خپلو سوداګریزو توکو د کره ځای په اړه معلومات ترلاسه کړي.
د ياد شرکت مسوولينو زياته کړې، د هېواد په کچه ۱زر او ۴۰۵ پُستي کوډونه په پام کې نیول شوي، چې د هېواد ټولې سیمې تر پوښښ لاندې نیسي. د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مسوولين په وينا؛ افغان پُست امارتي شرکت د ټرانسپورټ او هوايي چلند او مالیې وزارتونو په همکارۍ، د دغې ملي او بنسټیزې پروژې پلي کېدو ته لار پرانیسته او په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.