ډېر لوستل شوي

د ملي دفاع وزارت مرستيال فراه ولایت ته سفر کړی

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د دې وزارت مرستیال ملا محمد فاضل “مظلوم” فراه ولايت ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له نهمې سرحدي لوا‌ء څخه ليدنه کړې.

دې وزارت نن (چهارشنبه، تلې ۱۸) په خپل رسمي اېکس پاڼه د ښاغلي مظلوم د سفر خبر ورکړی دی.

د دفاع وزارت مرستيال په دې سفر کې د يادې لواء د مسوولينو ستونزې له نږدې اوريدلي او د حل په موخه يې ډاډ ورکړی. د يادولو ده، چې د ياد وزارت چارواکي د چارو د څارنې په موخه وخت نا وخت له اړوندو قول اردوګانو او سرحدي لواء ګانو څخه ليدنه کوي.

اړوند خبرونه