ډېر لوستل شوي

ملي دفاع وزارت لسګونه پوځي وسايل بيا رغولي

ملي دفاع وزارت په ۲۰۵ البدر قول‌ اردو کې د لسګونه پوځي وسايلو د رغولو خبر ورکړی دی.

ياد وزارت په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د ٢٠٥ البدر قول‌ اردو په سرحدي لواء کې لسګونه پوځي وسایط ترميم شوي.

دې وزارت وړاندې زياته کړې، چې په ترميم شويو وسايطو کې ۵۳ هاموي ټانګونه، ۳ امبولانسونه او ۲۱  انټرنېشنل موټر شامل دي، چې د يادې قول‌ اردو د پنځمې سرحدي لواء د تخنيکي آمريت د مسوولينو له لوري رغول شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت په بيا واکمنېدو سره د تېرې اداري پر مهال په زرګونه له کاره لوېدلي پوځې وسايط، بيا رغول شوي دي.

اړوند خبرونه