په نورستان ولایت کې امیتي ځواکونو د سپکو او درنو وسلو د یوې لويې ډیپو له کشف او ترلاسه کولو خبر ورکړی.
د ختیځ زون لپاره د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مسوولین وایي یاد عملیات د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې له استخباراتي او نورو امنیتي ادارو سره په همغږۍ تر سره شوي دي چې د بیت المال شپږ میله درنه وسله (زیکویک هاوان، دهشکه، اګه اېس، بي اېم یو( او نور په کې شامل دي.
مسوولین همدارنګه زیاتوي چې په دغه ډیپو کې د سپکو او درنو وسلو په لسګونو زره مرمۍ او نور مهمات هم تر لاسه شوي.
د قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي وایی د کامدېش ولسوالۍ دغه سیمه له ډېر وخته د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې وه او له دقیقو معلوماتو تر لاسه کولو وروسته پرې عملیات تر سره شول.
هغه زیاته کړې، نیول شوي ټول وسایل او مهمات د بیت المال اړوند دي چې یو شمېر خلکو یې د پلورلو هڅه کوله او په وینا یې یادې وسلې او مهمات د مسوولینو په شتون کې خپلو اړوند ارګانونو ته وسپارل شول.
ښاغلي محمدي پر ولسونو غږ کړی د بیت المال اړوند وسایل او مهمات چې ورسره دي، پر وخت تسلیم کړي. د هغه په خبره د نه تسلیمۍ په صورت کې به پرې ورته عملیات تر سره کېږي او له قانوني چلند سره به مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په نورستان، کونړ، لغمان او ننګرهار کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو او نورو امنیتي ارګانونو په عملیاتو کې په زرګونو میله سپکې او درنې وسلې نیول شوي دي.
د مسوولینو په خبره دا هغه وسلې دي چې یو شمېر خلکو د سیاسي بدلون پر وخت په بېلا بېلو بڼو خوندي کړې وې او هڅه یې کوله چې ګاونډيو هېوادونو ته یې قاچاق کړي او یا پرې ورانکاره کړنې تر سره کړي، خو د امنیتي ارګانونو د دقیق څار په نتیجه کې دغه موخې ته ونه رسېدل.