کورنيو چارو وزارت په کابل کې د نشهيي توکو په تور د ۲۴ تنو د نيول کېدو خبر ورکړی دی.
دې وزارت په يو خبرپاڼه کې ويلي، چې له نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو دا کسان په کابل ښار کې د نشهيي توکو د پلور، لېږد او کارولو په تړاو نيولي.
د کورنيو چارو وزارت مسوولين وايي، له نيول شويو کسانو څخه يوه اندازه شيشه، چرس او نشهيي ګولۍ هم ترلاسه شوي دي.
بلپلو، ياد وزارت د ولايتي مسوولينو پر مټ په غور او ارزګان ولايتونو کې نشهيي توکو د دوو کارخونو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.