د پوهنې وزارت په کابل موسهي ولسوالۍ کې د څه باندې نهه میليونه افغانيو په ارزښت د يوه ښوونځي ودانۍ د جوړېدو چارو د پيل خبر ورکړی دی.
دې وزارت ويلي، چې د کابل موسهی ولسوالۍ “وچکارېز” ښوونځي ودانۍ د ۹ میليونه ۶۴۹ زره او ۶۳۲ افغانيو په ارزښت د پوهنې په برخه کې د يوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ جوړېږي.
د مسوولينو په خبره؛ دغه ودانۍ به شپږ درسي ټولګي، يوه اداري خونه، د ۲۰۰ مترو په اوږدوالی احاطوي دېوال او نورې اسانتياوې ولري. دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت په بيا ځلې واکمنېدو سره تر دې مهاله د ولایتونو په مرکز او لرې پرتو سيمو کې د لسګونه ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې دي.