د ټولګټو وزارت د وسپنيزې کرښې مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده حيرتان بندر ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ازبيکستان د ريل پټلۍ له عمومي ريیس ظفر نرزولايېف سره کتلي.
په دې کتنه کې د دواړو لورو د ياد بندر د ريلي او غير ريلي برخو د بيا رغولو، د سوداګریزو مالونو د لېږد پر چټکتيا او د حيرتان بندر د رغول شوو برخو ګټې اخيستنې ته د سپارلو په تړاو خبرې کړې دي.
د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبيکستان ريل پټلۍ اداره به د حيرتان بندر د دواړو سړکونو د “ليول کراسينګ” یا د رېل پټلۍ د تقاطع لیکې ويجاړې شوې برخې بيا ځلې په بنسټیزه توګه رغوي او د دغه وزارت د وسپنيزې کرښې معينيت اړوند ۲۰ تنه تخنيکي کارکوونکو ته به په دې برخه کې روزنه ورکوي. د ويلو ده، چې د اسلامي امارت په بيا ځلې واکمنېدو سره د ټولګټو وزارت د لويو لارو، سړکونو او وسپنيزو کرښو په رغولو او پراختیا سره هېوادوالو ته د بشپړو ټرانسپورتي اسانتياوو برابرولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.