ايران يو ځل بيا د صهيونيست رژيم هر ډول عمل ته د بالمثل عمل خبرداری ورکړی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له الجزیرې خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې جګړه نه غواړي، خو د اسراييلو هر ډول سناریو ته چمتو دي.
د نوموړي په وينا، د ایران پر وړاندې د صهيونيست رژيم هر حرکت ته به مناسب ځواب ورکړي. عراقچي اسراييل د يوې لويي جګړې په لټه تورنه کړې او ويلي دي، چې دغه رژيم غواړي د سيمي هېوادونه په روانه جګړه کې ښکيل کړي.