ډېر لوستل شوي

ترکیه د افغانستان د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې همکاري کوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي، د ترکیې “ټیکا” مؤسسې له مسوول فاضل آکین اردوغان سره کتلي دي.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د “ټیکا” مؤسسې مسوول ویلي، چې د ترکیې او افغانستان د خلکو د فرهنګي مشترکاتو او اوږدې ملګرتیا له مخې به د افغانستان د تاریخي آبداتو په رغونه او د ملي آرشیف، ملي هنرستان او عامه کتابتونونو د تجهیز په برخه کې، خپله همکاري پراخه کړي.

نوموړي ژمنه کړې، چې د خپلو پرمختیایي او فرهنګي پروګرامونو له مخې به ډېر ژر، د مولانا جلال الدین محمد بلخي د پلار د مدرسې او خانقاه له سروې وروسته د بیارغونې لپاره لاس په کار شي. د هنر او فرهنګ معین هم په خپلو خبرو کې، د یادې مؤسسې اغېزمن فعالیتونه ستایلي او ویلي یې دي، چې ترکیې تل له افغانستان سره په پرمختیایي او فرهنګي کارونو کې مرسته کړې ده.

اړوند خبرونه