ډېر لوستل شوي

د انزوا پر لور؛ د اسراییلو په غیاب کې اوربند ټینګیږي

د اسراییلو ۱۲ چینل منلې، چې د هېواد په غیاب کې یې د امریکا او عربي هېوادونو ترمنځ د اوربند د ټینګښت په پار مذاکرات روان دي.

دغه چینل زیاتوي، چې په دې پروسه کې اسراییل ونډه نه لري. ویل کیږي، چې د منځني ختیځ په تړاو د اوربند دا خبرې له ایران سره روانې دي.

لا هم نه دي ویل شوي، چې ددې پروسې اغېز پر لبنان او غزې شته که نه. د سولې ددغو مذاکراتو په تړاو واشنګټن، ریاض او تهران په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د حماس او حزب الله ځواکونو هم په دې اړوند رسمي دریځ نه دی څرګند کړی، خو تر دې وړاندې د حزب الله څو لوړپوړو غړو د شرطونو په پوره کولو د اوربند منلو ته غاړه اېښې وه. د حزب الله دې لوړپوړو پوځي مشرانو ویلي وو، چې د اوربند او جګړې پرېکړه به يې مشرتابه کوي، خو له دوښمن(اسراییل) سره به پرېکړې جګړې ته دوام ورکوي.

د اسراییلو له خوا د حسن نصرالله له وژلو وروسته د حزب الله  یوه لوړپوړي چارواکي نعیم قاسم اعلان وکړ، نوموړی د لبنان د پارلمان د مشر د هغو هڅو ملاتړ کوي، کوم چې سیمه واقعي ټیکاو ته رسوي.

یوه لبناني چارواکي چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې له رویټرز سره خبرې کولې، ویلي: حزب الله د څو سببونو په دوجه خپل دریځ بدل کړی او هم یې خپل پوځي محاذونه سیمو کې پراخ کړي.

ورته مهال ټاکل شوې وه، چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا ولسمشر جوبایډن سره خبرې وکړي. ویل کیږي، چې د دغو خبرو یوه برخه ممکن د اسراییل له‌خوا پر ایران د تېرې اوونۍ د برید د ځواب پر پلان راوڅرخېږي. ویل کیږي چې نتانیاهو د ایران، امریکا او عربي هېوادونو د پټو مذاکراتو په ځواب کې امریکا ته د خپل دفاع وزیر سفر هم ته لغوه کړی دی.

بل لور ته د فرانسې ولسمشر اېمانویل ماکرون پلازمېنه پاریس کې د یوې غونډې پر مهال لبنان کې د بېړني اوربند غوښتنې ترڅنګ له بیروت خپل ملاتړ اعلان کړ. ماکرون د روانې اکتوبر میاشتې وروستیو کې د لبنان د ملاتړ په موخه د یوه نړیوال کنفرانس د رابللو خبر هم ورکړی دی. اېمانویل ماکرون تر دې پخوا له اسراییلو سره هر ډول مرسته درولې وه.

پع همدې حال کې حزب الله ادعا کړې چې پرون یې بیا د فلسطین اشغالي سیمې په نښه کړي دي. حزب الله ځواکونو تازه تر ۲۰۰ ډېر توغندي پر اسراییلو توغولي. ددې برید د مالي او ځاني زیانونو په تړاو لا دقیق څه نه دي ویل شوي.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال له اسراییلو سره د ګڼو اسلامي او نااسلامي هېوادونو اړیکې غوڅې دي. د یاد هېواد اقتصاد زیانمن او وګړي یې له مرکزي حکومت نارضایتي ښیي. د اسراییلو د ظلمونو پر وړاندې د امریکا او اسټرالیا په شمول د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې پراخ لاریونونه ترسره کیږي، چې د نتانیاهو پر رژیم د ظلم او تېري تور پورې کوي.

اړوند خبرونه