ډېر لوستل شوي

د طوطي ميدان د ګازو رايستلو لس کلن تړون لاسليک شو

د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت وايي، چې د “طوطي ميدان” د ګازو رايستلو لس کلن تړون لاسليک شو.

دې معاونيت په يوه خبرپاڼې کې ویلي، چې دغه تړون د رياست‌الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې د شاوحوا يو ميليار ډالرو په پانګونې سره، د کانونو او پټروليم وزارت او ازبيکستاني شرکت ترمنځ لاسليک شو.

د خبرپاڼې له مخې، دغه کمپنۍ به په لومړي کال ۱۰۰ میلیون ډالره او د لسو کلونو په جریان کې یو میلیارد ډالره پانګونه کوي، چې له رايستل شوو ګازو څخه په لومړیو دوو کلونو کې ۱۰۰میګاواټه ګازي برېښنا هم تولیدوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په قانوني بڼه د هېواد د ګازو رایستلو په برخه کې له يو شمېر بهرنيو شرکتونو سره تړونونه لاسليک شوي دي. د يادونې وړ ده، چې د فاریاب ولایت د “طوطي ميدان” د ګازو زېرمې شاوخوا اووه زره کيلومټره مربع مساحت لري چې د رايستلو په پیل سره به یې تر ډېره بريده، د هېواد د ګازو اړتیاوې پوره او زرګونو هېوادوالو ته به په سيده او غیر سيده توګه د کار زمینه برابره کړي.

اړوند خبرونه