د قومونو او قبايلو چارو وزارت په کونړ او بلخ ولايتونو کې په دوستۍ د لسګونه کلونو دوښمنۍ د بدلېدو خبر ورکړی دی.
دې وزارت ويلي، چې د کونړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې ۲۷ کلنه، د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې ۴۰ کلنه او همدا راز په جوزجان ولايت کې هم د دوو کورنيو ترمنځ شخړې د اړوندو رياستونو په همکارۍ حل شوې دي. د ويلو ده، چې د اسلامي امارت په بيا ځلې واکمنيدو سره ياد وزارت په هېواد کې د قومونو ترمنځ په لسګونه دوښمنۍ په دوستۍ بدلې کړې دي.