هلمند کې د تېرې یوې اونۍ په لړ کې ۸۲۰ جریبه ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.
دا ځمکې ددې ولایت په نادعلي، کجکي، ګرشک، سنګین، موسی کلا، بهرامچې، باباجي او واشېر ولسوالیو کې تثبیت او دولتي شوې.
دغه راز، د یادو ځمکو د دولتي کېدو لړ کې ټول هغه وسایل هم بېرته نیول شوي، چې ددې ځمکو په غصبولو کې ترې ګټه اخیستل شوې وه.