د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په کندهار کې پر ۲۰۰۰ بڼوالو د بڼوالۍ اړينو توکو د وېشلو خبر ورکړی دی.
په کندهار کې د ياد وزارت اړوند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (یو.ان.ډي.پي) په مالي او د سولې بنسټ په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت په اتو ولسواليو کې پر دوه زره بڼوالو د بڼوالۍ اړین توکي وېشلي دي. په همدې حال کې، د ياد ولايت بڼوالو د توکو په ترلاسه کولو سره خوښي ښودلې او له اسلامي امارت څخه په ورته همکاريو ټينګار کړی دی.