ډېر لوستل شوي

بهرنیو چارو وزارت بلوچستان کې د کان پر کارګرو برید غندلی

‏د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت بلوچستان ایالت “دوکۍ” سېمه کې د ډبرو سکرو په کان کې د ۴ افغانانو په ګډون د شل تنو شهادت په کلکو ټکو غندلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن مازیګر(جمعه، تلې شلمه) په خپل اېکس ددې غمیزې په اړه متن خپور کړی.
بهرنیو چارو وزارت د قرباني شویو کارګرو له کورنیو سره ډاډګېرنه او ژوره خواشیني ښودلې ده. وړاندې د پېښې ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت دعا شوې. بهرنیو چارو وزارت همداشان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د ورته پېښو د کېدو مخینوی دې وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت کوېټه کې مېشتې افغان کونسلګرۍ ته لارښونه کړې، چې د شهید شویو افغانانو په تکفین او لېږد کې دې مرسته وکړي.

اړوند خبرونه