له نشهيي توکو سره د کورنيو چارو وزارت د مبارزې پولیسو په هرات کې د ۲۰ تنو د نيولو خبر ورکړی دی.
د دې وزات مسوولينو ويلي، چې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هرات په مرکز او ولسوالیو کې د څو جلا عملیاتو په پایله کې ۲۰ تنه د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تور نیولي او ۳۶ کیلو ګرامه ایف، ۱۰ کیلو ګرامه چرس او نور ډول ډول نشه یي توکي یې ترې ترلاسه کړي دي. په ورته مهال د کورنيو چار وزارت مسوولينو زياته کړې، چې د کابل ښار له پنځمې ناحيې یې ۲۴ روږدي کسان راټول کړي او د درملني موخه يې د “اميد” روغتيايي مرکز ته لېږلي دي.