ډېر لوستل شوي

له ګاونډیو هېوادونو؛ د افغان کډوالو د اېستنې لړۍ په بې ساري ډول چټکه شوې

د ایران یوه لوړپوړوي چارواکي ویلي، چې پّه تېرو شپږو میاشتو کې ۲۷۰ زره تنه د تهران له بېلابېلو سیمو وتلي.
دا شمېرې ښيي، چې د پروسږکال په پرتله له ایرانه د افغانانو د اېستنې لړۍ په بې ساري ډول لوړه شوې.
تهران هوډ کړی، چې د روان لمریز کال تر پایه به ۲ میلیونه ناقانونه کډوال له خپله خاورې وباسي.
د یادونې وړ ده، چې ایران کې مېشت افغان کډوال وخت ناوخت د ایران له پولیسو سر ټکوي.
بل پلو، د اسلامي امارت مشرانو تل ګاونډیو او نورو هېوادونو ته له کډوالو سره د غوره چلند سپارښتنه کړې او ویلي یې دي، چې هېڅ هېواد کې به بندي افغان نه پرېږدي.

اړوند خبرونه