د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو دې ولایت کې د دیني مدرسو او ښوونځیو له زده کوونکو او زده کړیالانو د نبوي سیرت ازموینه اخیستې ده.
دا ازموینه د پل علم ښار په جامع جومات کې له ۵۰۰ تنو اخیستل شوې.
ددې ازموینې په تړاو د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر ویلي، چې د ازموینې موخه د غوره استعدادونو موندنه، د ځوانانو فکري رغونه او د مطالعي دودونه ده.
ددې سیالۍ مخکښو ګډونوالو ته یو لړ ډالۍ هم په پام کې نیول شوي. یاده دې شي، چې تر دې وړاندې هم په لوګر کې د نبوي سیرت ورته ازموینه اخیستل شوې وه.