ډېر لوستل شوي

په خوست کې د روشن مخابراتي شرکت استازولي وتړل شوه

په خوست کې د روشن مخابراتي شرکت استازولۍ د غير قانوني کړنو له امله تړل شوې ده.

د ياد ولايت د مقام وياند مستغفر ګربز وايي، چې په دې ولايت کې د روشن مخابراتي شرکت استازولي د غير قانوني کړنو له امله د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ رييس مولوي محمد اسحاق نظامي او د اترا زون ادارې امر انجنير اکرام‌الله ويسا له لوري تړل شوې ده.

د نوموړي په خبره، دې شرکت په غير قانوني ډول سيمکارتونه پلورل او همدا راز يې په خپل‌سري ډول، انټرڼیټي کڅوړې فعالولې. د ويلو ده، چې تر دې وړاندې په خوست ولايت کې د مسوولينو له لوري مخابراتي شبکو استازوليو ته سپارښتنه شوې وه، چې په غير قانوني ډول د سيمکارتونو له پلور او پېرودونکو ته په خپل‌سر د انټرنيټي کڅوړو له فعالولو څخه ډډه وکړي.

اړوند خبرونه